امنیت

د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د هند له سفیر سره وکتل

کابل باختر د مرغومي د مياشتې ١:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د نن د خپل کار په دفتر کې په کابل کې د هند جمهوریت له لوی سفیر امرسینها سره وکتل.
د ملي امنيت د شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر تاریخي اړیکو او د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د هند جمهوریت د پوځي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار وویل: د افغانستان اسلامي جمهوریت هند خپل تاریخي ملګری بولي او په ځانګړې توګه په تېره یوه لسیزه کې له افغانستان سره د هند جمهوریت د مرستو او همکاریو قدرداني کوي.
په کابل کې د هند جمهوریت لوی سفیر امرسینها د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړ، چې هېواد یې له افغانستان سره په هره برخه کې د همکاریو په پراختیا ژمن دی.
په دې کتنه کې له هند جمهوریت څخه افغانستان ته د هغو چورلکو پر انتقال هم خبرې وشوې، چې په نومبر میاشت کې یې هند ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار د سفر پرمهال د هغه هېواد له لوري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستې ژمنه شوې وه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته