امنیت

دطالبانو يو کليدي غړى په بغلان کې ونيول شو

 پلخمري / د ثور ١٨ مه / باختر
د بغلان پوليسو د وسله والو طالبانو يو کليدي غړى پرون په دغه ولايت کې  ونيوه.
د بغلان دامنيې قوماندانۍ وياند احمدجاويد بشارت نن دباختراژانس خبريال حفيظ الله اخلاص ته وويل:د دغې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې منسوبانو په خپلو کشفي عملياتو کې دوسله والو طالبانو د ډلې يو کليدي غړى د مرکزي بغلان ولسوالۍ له مربوطاتو څخه  ونيوه.
هغه زياته کړه: نيول شوى کس په کندز، تخار او بغلان کې  په څو تروريستي عملياتو کې لاس درلود.
دغه کس د وسله والو طالبانو د ٥٠ کسيزې ډلې سرګروپ قاري خالد چې په کندز کې فعاليت لري  نوى  په بغلان کې د ماين ښخولو په ټيم کې ګومارل شوى و.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته