امنیت

په اچين ولسوالۍ کې څلور توغندي ترلاسه شول

جلال اباد باختر د لړم د مياشتې ۱۷ مه
پولیسو د ننګرهار ولایت په اچين ولسوالۍ کې څلور توغندي کشف او شنډ کړل.
د ننګرهار ولایت د امنيې قومندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې پولیسو د اچین ولسوالۍ د پيښې خوړ په سيمه کې د وسله والو مخالفانو څلور توغندي کشف او شنډ کړي دي.
هغه وویل چې توغندي په يوه کنډواله کې ځای پر ځای شوي وو چې، موخې ته له رسېدو مخکې د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړل شول.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ذاهد ګل په نامه داعش وسله وال د سولې له بهير سره يوځای شو.
د سولې له بهير سره  يوځای شوي کس ژمنه وکړه ،چې د هېواد په ابادۍ کې به ونډ ه اخلي او خپله يو ميل کلاشينکوف يې هم دولت ته وسپارله.
هغه په نورو وسله والو مخالفانو هم غږ وکړ ،چې له جنګه لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځای شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته