الجزاير ايرنا باختر دوږي دمياشتې ٩ نيټه :
د الجزاير د دفاع وزارت په عربي هېوادونوکې د يو ډول سُمي عطر چې تجارتي نوم يې ( ريلکس ) دى، د هغه د استفادې په باب خبردارى ورکړى دى. که چيرې يو انسان له دغه عطر څخه استفاده وکړي، د هغه د وژنې سبب کيږي .
د الجزاير د دفاع وزارت اعلام کړى دى چې دغه سُمي عطر په يو شمېر عربي هېوادونو لکه مصر، سوډان، لبنان ، عراق، بحرين اوکويټ کې ويشل شوي دي .
د الجزاير د دفاع وزارت د اعلام له مخې؛ په دغو عطرونو ترسره شوې آزموينې ښيي چې دغه عطر د استفادې په وخت کې کوم عوارض نه په ډاګه کوي، بلکې درې تر څلور ورځې وروسته له استفادې عوارض په ډاګه کوي او په نا څاپي ډول د انسان د وژنې سبب کيږي.
د يادونې وړ ده چې دغه خبر د الجزاير د دفاع وزارت په رسمي ويب پاڼه کې شتون نلري، خو د دغه هېواد کورنيو رسنيو لکه د الخبر ورځپاڼې چې يو تصوير يې د دفاع وزارت له يوه ليک څخه خپورکړى دى چې دغه ليک د اګست په ١٥ نېټه د دفاع وزارت قواوو ته د دغه خطر د مخنيوي په خاطر ليږل شوى دى.
4 1 دقیقه لوستل