ورزش

دهرات ورزشکارانو اتلوالي وګټله .

کابل باختر د کب دويمه :
دپاور لفتنک سيالۍ دهرات ولايت دورزشکارانو په برياليتوب سره پاى ته ورسيدې .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: دپاور لفتنګ سيالۍ په  نهووزني کټګوريو کې دهرات ، فراه ، غور ،بادغيس  او دلغمان له ولايتونو څخه ددوه سوه شلو ورزشکارانو په ګډون ديوې ورځې لپاره په هرات ښار کې ترسره شوې چې په پاى کې دهرات ولايت ورزشکارانو دپنځه اتيا امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام او دنيمروز ولايت  ورزشکارانو دشپيتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام او دغور ولايت  ورزشکارانو دپنځه پنځوسو امتيازونو په ترلاسه کولو سره دريم مقام وګاټه .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغوسياليو  موخه دغوره څيرو  پيژندنه او دهېواد دورزشکارانو  ترمنځ داړيکو ټينګښت دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته