امنیت

په يوه ترافيکي پيښه کې يو تن ووژل شو

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
په ننګرهار ولايت کې نن د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او درې تنه نورټپيان شول.
د ننګرهار ولايت د ترافيکو لوى مدير سمونوال اسد الله يوسفزي باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه د تورخم جلال آباد په لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې دووکرولا موټرونو له يوبل سره ټکر وکړ او له امله يې يوتن ووژل شو او درې تنه نورټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې د پيښې ټپيان جلال آباد ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون د مسوولينو دڅرګندونو له مخې: د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته