سیاست

جمهوررئیس کرزي د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت له سلاکارې سره وکتل

 کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٥ :

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، تير ماښام د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت له سلاکارې مېرمن سوزان رایس سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د موافقه لیک او د هغه د لاسلیک د مهال په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
جمهوررئیس کرزي د افغانستان پر پخواني دریځ باندې د ټینګار په ترڅ کې یادونه وکړه، وې ویل چې د افغانستان د خلکو پر کورونو باندې په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو بندیدل، په صادقانه ډول د سولې د بهیر پیلیدل او د شفافو او پر خپل وخت او د ټولو شمول انتخاباتو ترسره کېدل هغه شرایط دي چې د افغانستان خلک غواړي له هغو
څخه ډاډ ترلاسه کړي.
د افغانستان جمهوررئیس په دې سربیره د مشورتي لویې جرګې پریکړه لیک ته د اشارې په ترڅ کې یادونه وکړه چې د امریکا متحده ایالات باید په دغه پریکړه لیک کې ليکل شویو غوښتنو او وړاندیزونو، دې له جملې څخه د ګوانتانامو له زندان څخه د افغان زندانیانو خلاصون ته مثبت ځواب و وایي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکارې وویل چې هېواد یې د شفافو، سراسري، په خپل وخت او له هرډول لاس وهنې پرته د قانوني بهیر له مخې د انتخاباتو ترسره کېدلو ته ژمن دی.
د افغانستان د خلکو پر کورونود پوځي عملیاتو د بندیدو په اړه د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال دانفورد وویل چې ده خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چې د امنیتي موافقه لیک د روحیې او د مشورتي لویې جرګې د وړاندیزونو په پام کې نیولو سره  عمل وکړي.
د مېرمن رایس په مشرۍ امریکایي پلاوي، د سولې د عملي بهیر د پیل په اړه د افغانستان له لوري سره  ژمنه ونه کړله.
جمهوررئیس کرزي د امریکا د ملي امنیت له سلاکارې وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د امنیت او د هغوی د کورونو د مصوونیت او د امنیتي موافقه لیک له لاسلیک مخکې د سولې د عملي بهیر د پیل کېدو په اړه دې د افغانستان د خلکو پیغام  جمهوررئیس اوباما ته  و رسوي او افغانستان ته دې په دې اړه ډاډ ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته