امنیت

د غورک ولسوالۍ د وسله والو له شتون څخه په بشپړ ډول پاکه شوه

قندهار باختر د لړم د میاشتې ۱ نېټه
وروسته له ديارلسو ورځو چاڼيزو عملياتو د قندهار د غورک شمالي ولسوالۍ د وسله والو مخالفانو له شتون څخه په بشپړ ډول سره پاکه شوه.
د غورک ولسوالۍ د چاڼيزو عملياتو مشر او د ميوند ولسوالۍ امنيې قوماندان سمونوال سلطان محمد د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې ګډو امنيتي ځواکونو د غورک ولسوالۍ په بشپړ ډول د مخالفانو له شتون څخه پاکه کړې.
هغه وویل چې د سيمې د امنيت په موخه يې په دغه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پوستې هم ځای پر ځای کړې.
د مسولينو په وينا د غورک ولسوالۍ څخه د بېرته راګرځېدو پر مهال د چينو په سيمه کې وسله والو د امنيتي ځواکونو پر کاروان برید وکړې،چې له امله یې څوارلس تنه مخالفان وژل شوي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته