فرهنګ

طالبانو په خپل تورتاريخ کې د جنايت او انسان وژنې يوه بله پاڼه ور زياته کړه

کابل باختر دورې دمياشتې  ٤ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينه ميرمن سيمين حسن زاده وايي: وسله والوطالبانو په کابل سرينا هوټل کې د ناوړه جنايت په ترسره کولو سره  د تاريخ د تور زړو لاسونه له شا څخه وتړل او په خپل تورتاريخ کې يې د جنايت او انسان وژنې يوه بله پاڼه ور زياته کړه.
حسن زاده چې په دې اړوند يې د باختر آ ژانس له خبريال سره خبرې  کولې؛ وويل چې د دې هېواد دښمنانو ټول اسلامي او انساني ارزښتونه ترپښولاندې کړل او د نوى هجري لمريزکال په لومړۍ شپه يې ټول خلک په  ټکان ورکوونکى جنايت سره  غمجن کړل. د پرديو د استخباراتوګوډاګيانو، شوپرکو او دتورتم او ظلمت دوستانو په کابل سرينا هوټل بريد وکړ. په هغوکسانو يې ډزې وکړې چې يوازې يې غوښتل   چې دنوى هجري لمريزکال لومړۍ شپه دخپلې ميرمنې، بچيانو اوکورنۍ ترڅنګ په کابل سرينا هوټل کې تېره کړي.
شهيدسردار ددغو کورنيو له جملې  څخه و. دى له خپلې کورنۍ سره کابل سرينا ته ورغلى و چې د شپې ډوډۍ وخوري. خوله بده مرغه چې دخلکو د ښادۍ او خوشحالۍ تور زړې دښمنان هوټل ته ننوتل او دى يې له خپلې کورنۍ سره شهيد کړ.
په ده، د ده په ميرمنې او بچيانو ډزې وکړې او د هغوى وينې يې تويې کړې. خو د بشريت تاريخ دغه شان انسان وژونکي په حافظه کې لري چې په بيګناه ماشوم بريد وکړي او ميرمن ، بچيان ، پلار، مور او ټول غمجن کړي   .
د اسلام د دغو درواغجنو مدافعانو مخونه دې په دنيا او آخرت کې تور وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته