فرهنګ

په جوزجان کې دترکمن شاعر محدوم قلي دزيږيدنې دکاليزې نمانځنه

کابل باختر دوري اوولسمه :
دترکمن دپياوړي شاعر ، متفکر او عارف مخدوم قلي دزيږيدنې  دوه سوه شپږ  نوي يمه کاليزه نن په شبرغان ښار کې ونمانځل شوه
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په شبرغان ښار کې جوړه شوه دجمهوري رياست دلومړى مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم  پيغام ولوستل  شو چې په هغه کې دمخدوم قلي  دشخصيت اړخونوته اشاره شوې ده .
وروسته دجوزجان والي لطف الله عزيزي خبرې وکړې او دچارويوشمير  مسوولانو ، شاعرانو او ليکوالو دمخدوم قلي  دشخصيت دبېلابېلو اړخونو په باب خپلې ليکنې شعرونه او مقالې ولوستلې او هغه يې دترکمن  دنويو ادبياتو بنسټ ايښودونکى وباله .  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته