ټولنه

دنيلي ښاريان : ښاروالۍ داستوګنې نمرې په خپلو کارکوونکو ويشلي دي

 دنيلي ښاروال :  سرغړونکي عدلي اوقضايي بنسټونو ته سپارل کيږي . 
کابل باختر د وږي  څوارلسمه :
ددايکنډي ولايت  دمرکز اوسيدونکو دنيلي ښاروالۍ په مسوولانو ددغه ښار داستوګنې  او دتجارتي نمرو دغصب تور ولګاوه .
دنيلي ښار يوه هټيوال محمد علي دباختراژانس خبريال ته وويل درې کاله کيږي چې په ګرځنده پلورنې بوخت يم او په کال کې شل زره افغانۍ واټ ته څيرمه ديوه ځاى دکرايې له امله دولت ته ورکوم  دښاروالۍ له ادارې  څخه  زما غوښتنه داده چې په نيلي ښار کې  دې دتجارتي نمرو ويش پيل کړي چې له دې پلوه زموږ ستونزې لرې شي .
داستوګنې دنمرو دڅيړنې او مستردي کميټې  يوه غړي وويل چې داستوګنې او تجارتي نمرو دويش دبهير دځنډولو يودليل ددولتي او تجارتي نمرو تعديل دى چې دښاروالۍ له خوا دنمرو ويش عادلانه نه دى  او له نيلي ښاروال پرته دنيلي ښاروالۍ  يوشمير کارکوونکو له يوې  څخه تر اتو پورې  داستوګنې او تجارتي نمرې په بيلابيلو نومونو ځان ته اختصاصې کړې دي چې دا په خپله دښاروالۍ په اداره کې دګډوډي  څرګندوى دى .
  دنيلي ښاروال انجنير نور محمد صداقت ددغه ښار داوسيدونکو دستونزو په اړوند وويل چې دتفصيلي پلان نه شتون ددغې ادارې ستره ستونزه ده چې داستوګنې او تجارتي نمرو دويش بهير يې  له ځنډ  او ډب  سره مخامخ کړى دى اوکله چې تفصيلي   پلان  دښاروالۍ دادارې په واک کې ورکړى شي دنمرو دويش بهير به له سره پيل شي .
ده زياته کړه چې دنيلي ښار دنوي ښارګوټي په ماستر پلان کې په خپل سر جوړونو سبب شوى دى
ده دنيلي ښار  داوسيدونکو دشکايتونوپه باب وويل چې دخلکو دغه ادعا تعقيبوو او دښاروالۍ  هغه کارکوونکي چې داستوګنې نمرې يې دقانون پرخلاف په خپلو خپلوانو او دوستانو ويشلي دي عدلي اوقضايي بنسټونو ته معرفي کوو .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته