فرهنګ

دحضرت محمد ( ص) نيکمرغه ميلاد ونمانځل شو .

کابل باختردسلواغي  اوولسمه

 د اسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص)  نيکمرغه ميلاد نن په بهرنيو چارووزارت کې ونمانځل  شو .

 دباختر اطلاعاتي اژانس دبهرنيو چارووزارت دخپرونو  مديريت دمعلوماتو له مخې، دغه غونډه کې چې داستاد برکت الله سليم له خوا دکلام الله مجيد دڅو ايتونو په لوستلو سره پيل شوه دحج او اوقافو وزير ، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ، دپوهنې وزارت داسلامي تعليماتو معين  ، د هيواد يو شمير غوره قاريانو ، دبهرنيوچارووزارت رييسانو ، مديرانو  اوګڼ شمير  کارکوونکو برخه درلوده .

 په دې غونډه کې ويناوالو داسلام دستر پيغمبر  حضرت محمد مصطفي _ ص)  دژوند ، نيکو اخلاقو او ارشاداتو په باب خبرې وکړې .

  غونډه دهيوادپه هغو غوره  قاريانو د ستاين ليکونو په ويشلو سره  پاى ته ورسيده چې دقرانکريم دلوستلو په نړيوالو سياليو کې  يې وياړ ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته