کندز/ د وږي ۲ مه/ باختر
د وسله والو طالبانو بريد تېره شپه په کندزکې په شاوتمبول شو او شپږ طالبان ووژل شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باخترآژانس ته وويل: په دې بريد کې يوزيات شمېر وسله وال طالبان د کندز ښار مرکز په تلوکه سيمه کې له ماتې سره مخ شول.
جمال زياته کړه په دې پېښه کې شپږوسله وال طالبان ووژل شول او درې نورټپيان شول.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ