امنیت

په کونړ کې دماين دچاودنې له امله لس زده کوونکي ټپيان شول .

کابل باختر دزمري  لومړى :
په کونړ ولايت کې په سړک کې دښخ کړي شوي  ماين دچاودنې له امله ديوې ديني مدرسې لس تنه زده کوونکي ټپيان شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال  عبدالحبيب  سيد خيل دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه پيښه نن له غرمې مخکې دجلال اباد- اسعداباد  دلارې په اوږدو کې  هغه وخت  وشوه چې دجمعيت دديني  مدرسې زده کوونکي په سيمه کې دتيريدو په حال کې و چې په ښخ کړي  شوي  ماين وختل او په پايله يې دمدرسې لس تنه زده کوونکي ټپيان شول.
  يوه اړونده خبرځاى وويل، دپيښې ټپيان داسعداباد  ملکي روغتون ته ليږدول شوي چې دروغتيايي مسوولينو دڅرګندونو له مخې دشپږو تنو ټپيانو حالت خراب دى .
ديوبل خبر له مخې، دکونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې په سړک کې دښخ کړي شوي   ماين په چاودنه کې يو سيمه ئيز پوليس شهيد او يوتن بل ټپي شو .
دکونړولايت  امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل دباخترژانس خبريال ته وويل دغه پيښه نن دڅوکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت وشوه چې دسيمه ئيزو پوليسو يو رنجر موټر په سړک کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت او په پايله کې يو سيمه ئيز پوليس شهيد او يوتن بل ټپي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته