امنیت

دموټرو په يوه پلورنځي دوسله والو مخالفينو بريد.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
وسله والو يرغلګرو د زرنج ښار په دويمه ناحيه کې تيره شپه دموټرو په پلورنځي وسله وال بريد وکړ.
د ارزګان ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې آمر عبدالهادي عزيزي باختر آژانس ته خبر ورکړ : دريو تنو وسله والو يرغلګرو چې ديوه سوداګر دتښتولو هوډ يې درلود ، دموټرو په يوه پلورنځي بريد وکړ چې د امنيتي کسانو له متقابل بريد سره مخامخ شول دجګړې له امله له هغوى څخه يو تن په داسې حال کې چې سخت ټپي شوى و دتيښتې په حال کې مړ شو او دوه تنه نوريې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
ده زياته کړه : له نيول شويو کسانو څخه دوه کمري تومانچې ، دوه ولچکونه او درې جوړې پوځي جامې ترلاسه شوې او تورنو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته