سیاست

اعلاميه

کابل باختر دکب درې ويشتمه :
د افغانستان دعالمانود سراسري  شورا اعلاميه
دافغانستان دعالمانو سراسري شورا  دروانې اوونۍ په وروستۍ غونډه کې  د مهمو موضوعګانو په باب  هراړخيزې خبرې وکړې او درايو په اتفاق يې  دغه اعلاميه  صادره کړه .
١))_  شورا دهېواد دجمهور رييس  له خوا  دکابل دپروسې په دويم کنفرانس کې له طالبانو سره  دسولې دهراړخيز پلان له اعلام سره  دملت او حکومت په استازيتوب  ملاتړ او قدرداني کوي او هغه يو بې سارى او هراړخيز وړانديز بولي  او له طالبانو څخه غواړي چې ددغه سوله ئيز غږ  هرکلى وکړي او دخبرو د پيلولو لپاره  خپل تيارى  اعلام او په عملي توګه  خبرې پيل کړي . ځکه  دغه پيشنهاد له  کوم قيد اوشرط پرته هغوى ته  وړاندې شوى دى  او په هغه کې دهغوى ټولو  غوښتنو ته  چې پخوا يې  دخبرو او سولې لپاره طرحه کولې مثبت ځواب  ورکړ شوى دى  له دې جملې څخه  :
١_  دسولې لپاره  ديو سياسي چوکاټ  وضع کول .
٢_  داوربند ټينګښت .
٣_ ديوه سياسي ګوند په توګه  دطالبانو په رسميت پيژندل .
٤_ دغوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې داټکل شوي بهير له لارې په اساسي قانون کې تعديل .
٥_ دطالبانو دبنديانو ازادول .
٦_ دبنديزونو له لست څخه  دطالبانو دنومونو لرې کول .
٧_ داقتصادي ودې په پروګرام کې هغوى ته  ځاى ورکول .
دغه راز په افغانستان کې دسولې او ټيکاو دتامينولو لپاره دې  دهېوادونو اوملتونو  يوه  اجماع  جوړيږي او دغه وړانديز دنړۍ دبيلابيلو هېوادونو او دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا له خوا هم  هرکلى  او ملاتړ شوى دى .
بايد طالبان  دسولې ددغې بلنې هرکلى وکړي  او دبين الافغاني خبرو په ميز  دخپلو ستونزو  دحل کولو په مقصد  اقدام وکړي او جګړه ، وينې تويول او دهېواد  ويجاړول پاى ته ورسوي  او دافغانستان دمسلمانو او ځوريدلو خلکو د نيکمرغى اوسوکالۍ  او دهېواد  د سمسورتيا او جوړولو لپاره  دخپلو هېوادوالو تر څنګ ودريږي . او هڅه او هاند وکړي .
٢))په هېواد کې دسولې او ټيکاو  دتامينولو لپاره  دسترو اقتصادي او بنسټيزو پروژو  تطبيق او عملي کول مهم اواساسي رول لري اوافغان ځوانانو ته دکارموندلو او زموږ بې وزلوخلکو دژوندانه  دحالت دښه والي  سبب کيږي .
شورا په دې برخه کې دملي وحدت دحکومت  داقداماتو ملاتړ کوي دمثال په ډول د تاپي پروژې  دکار پيل چې عملي کول يې  زرګونو تنو افغانانو ته  دکار زمينه برابروي  اودهغې دترانزيت دحق  له پلوه په کال کې  په سلګونو مليونه ډالره  زموږ په ملي بودجې  زياتيږي ، هرکلى کوي . او دحکومت  له مشرتابه څخه  غواړي  چې دغه بهير ته دوام ورکړي او نورې سترې او ټولګټې پروژې هم پيل  او پلې کړي . چې داپه خپله  سولې ته  دنږدې کيدو او رسيدو لاره ده .
  ٣)) شورا  دهېواد له سياستوالو او مشرانو څخه غواړي  چې داوسنيو نازکو شرايطو په پام کې نيولو سره دې  له ګونډي ، ګروهي ، سمتي  ، نژادي او ژبنيو اختلافونو څخه  لاس واخلي او دملي وحدت دتامينولو او دافغانستان دمسلمان ملت دسوله ئيز ژوندانه  په خاطر دې  داتحاد او ورور ولي  لاسونه  يو بل ته ورکړي  او دملت او هېواد دلوړو ګټو په خاطر دې  دتفاهم او ديو بل منلو فضا برابره کړي او دداسې نظريو له څرګندولو څخه چې  دافغانانو ترمنځ دتفرقې او دښمني سبب کيږي  ډډه وکړي . ځکه  کورني اختلافونه  دبهرنيو لاسوهنو په نسبت  هېواد ته  زيات خطرناک دى .
٤))  دطالبانو  دوروستۍ  تکراري اعلاميې په پا م کې نيولو سره  بايد ووايو چې له بهرنيانو سره  جګړه  له پلمې پرته  بل څه نه دي .  ځکه په عملي توګه  ليدل کيږي چې ديوه اجنبي دوژل کيدو په بدل کې دعالمانو ، ماشومانو ، ښځو ، بوډاګانو، کسبګرو او دبې وزلو خلکو په ګډون  دافغانستان  نهه نوي تنه  مظلوم اوبې دفاع مسلمانان  شهيدان کيږي .
  په داسې حال کې چې  داسلام دستر پيغمبر  حضرت محمد مصطفي ( ص)  کله چې ګران  صحابه او داسلام مجاهدين دمشرکينو او داهل کتاب  په وړاندې  دجهاد لپاره  استول هغوى ته يې په ټينګار سره  سپارښتنه کوله چې د اسلام ددښمنانو پرخلاف  دجګړې په وخت کې دې  دماشومانو ، ښځو ، بوډاګانو او آن  په  صومعوکې دراهبانو له وژنې څخه  چې دخپل دين له حکمونوسره سم عبادت کوي  ډډه وکړي . که چيرې طالبان  زموږ دمسلمانو او مظلومو خلکو په شهيدانولو دمشروعيت لپاره  کومه  ديني توجيه  ولري  کولى شي چې دهېواد  په دننه يا بهر کې دافغانستان دعالمانو او داسلامي نړۍ له عالمانو سره دقران او سنت په رڼا کې  دخبرو ا ومناقشې لپاره  ګډون وکړي .    ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته