کابل باختر د تلي لسمه :
ناپيژاندو وسله والو کسانو تيره شپه دهرات دولايتي شورا دمنشۍ سکينې حسني داستوګنې په کور دلاسي بم بريد وکړ .
دهرات دولايتي شورا دغه استازې ددغې پيښې په تاييدولو سره وايي چې درښتيا ويلو په دليل په وار وار ګواښل شوې ده .
دې وويل دتيرې شپې په اتو بجو اوشلو دقيقو ناپيژاندو کسانو ددې په کور لاسي بم وغورځاوه او ددې او ددې دکورنۍ دويرې او ډار سبب شو .
ميرمن حسيني وايي له امنيتي مسوولينو څخه دترلاسه شويو معلوماتو له مخې دغه بم صوتي و او دسرزيان او مالي تاوان يې نه دى اړولى .
ميرمن حسيني څرګنده کړه چې تل يې ټولنيز حقايق طرحه کړي دي او له همدې امله ګواښيږي .
ديوبل خبر له مخې په يوه سړي چې دهرات ښار اوسيدونکى دى نن سهار په دغه ښار کې ډزې شوې دي .
دخواجه عبدالله انصاري روغتون ډاکتران زموږ ددغه هيوادجسمي حالت مخ په ښه والي بولي
داپه داسې حال کې ده چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې پنځوس تنه د ډزو له امله ټپيان شوي دي .
څيړنې ښيي چې زياتره دغه پيښې دشخصي دښمنيو زيږنده دى .
0 1 دقیقه لوستل