فرهنګ

دموسيقي د ملي انستيتوت يوشمېر موسيقي غږوونکي جنوبي کوريا ته لاړل

کابلباختر داسد١٠
دافغانستان د موسيقي د ملي انستيتوت اووه تنه موسيقى غږوونکي ځوانان دافغانستان د دوديزې موسيقۍ د نندارې اومعرفي کولو لپاره نن جنو بي کوريا ته روان شول .
دافغانستان د موسيقى د ملي انستيتوت مسوول ډاکتر احمد ناصر سرمست دباخترآژانس خبريال ته وويل: د افغانستان د دوديزې موسيقۍ د وسايلو اووه تنه ځوان موسيقي غږوونکي چې ددغه تعليمي مرکز يوه هنري ډله ده؛ د جنوبي کوريا دبهرنيو چارو وزارت په بلنه دافغانستان د دوديزې موسيقۍ داجراکولو اومعرفي کولو په مقصد دغه هيواد ته روان شول.
ده وويل: دغه ډله موسيقي غږوونکي د نهو ورځو لپاره دکوريادسيول اوسانچون ښارپه سترو سالونونو کې دافغاني موسيقي پرو ګرامو نه اجرا کوي.
ډاکترسرمست زياته کړه چې يوازې تيرکال دغه انستيتوت دافغانستان د موسيقي ارزښتناک هنر او فرهنګ دازبکستان ، المان ،ډنمارک ،تانزانيا اود امريکا د متحده ايالاتو د هيوادو نو دکنسرت په سالونونوکې اجرا او وړا ندې کړى دى.
دافغانستان د موسيقي ملي انستيتوت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي او د جوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې نه يوازې دهيواد په دننه کې د يو اغيزمن مرکز په توګه بلکې په نړيواله کچه هم شهرت پيدا کړى دى. لکه څنګه چې ددغه مرکز زده کوونکو په وروستيوکلونوکې د افغانستان د سولې او فرهنګ د سفيرانو په توګه د نړۍ د معتبر کنسرت په سالونونوکې هنري پروګرامونه ا جرا کړي دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته