اقتصاد

دهرات په بنسټيزو پروژو کې دپانګې اچونې لپاره پانګه والو ته بلنه.

-کابل –باختر دوږي دمياشتې ١١
دهرات والي دخصوصي سکتور متشبثينو ته بلنه ورکړه چې په بڼسټيزو پروژو کې پانګه اچونه وکړي.
دهرات والى محمد آصف رحيمي په سوداګري چارو کې دجمهور رييس له سلاکار سره په کتنه کې ددغه ټکي په اعلامولوسره چې په هرات کې د پانګې اچونې لپاره زمينه برابره ده وويل: په بنسټيزو برخو کې دخصوصي سکتور پانګه اچونه دپرمختيا بهير ګړندى کوي.
دغه راز په سوداګرۍ چارو کې دجمهور رييس سلاکار هم په بڼسټيزو برخو او په تيره بيا دسمنټو دفابريکې دبيارغاونې او احيا کولو په برخه کې دپانګې اچونې په خاطر دخصوصي سکتور تيارى اعلام کړ .
دهرات والي هم له خصوصي سکتور سره دولايت دمقام ملاتړ اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته