کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٥ مه
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، ۵۳ تنه وسله وال ترهګر ووژل او ۶۴ تنه نور ټپیان کړل .
دباخترآژانس دخبرله مخې دغه ګډ عملیات چې د پليو ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د کاپیسا، پکتیا ، پکتیکا ، خوست ، غزنی، میدان وردک ، کندهار، ارزګان بادغیس ، کندز، بدخشان ، فاریاب او د هلمند په ولایتونو کې تر سره شول په ترڅ کې يې د غزني ولایت د قره باغ او اندړو په ولسوالیو کې ۷ تنه تروریستان وژل شوي او ۹ تنه ټپیان ، د میدان وردګو ولایت د جلریزو په ولسوالۍ کې ۲۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۴۰ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ او ښار اړوند سیمه کې ۱۳تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي .
همدا راز په دغو عملیاتو کې د هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي د دښمن ۲ موټرونه او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي او د بدخشان ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې ۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي . د ملي اردو ځواکونه د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دي چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
0 1 دقیقه لوستل