ورزش

استراليا له کرکټ بورد سره ديو ويشتو زرو ډالره مرسته وکړه .

کابل باختر د وږي   يوولسمه :
په کابل کې داستراليا سفارت دافغانستان له کرکټ  بورد سره ديو ويشتو زرو امريکايي ډالرو مرسته وکړه .
دکرکټ بورد وياند فريد هوټک نن دباختراژانس خبريال ته وويل  له دغه مرستې  څخه به دکرکټ دورزشکارانو دتجهيزاتو دبرابرولو لپاره استفاده شي .
داستراليا سفير وويل کله چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په استراليا کې د ٢٠١٥ کال دنړيوال جام په سياليو کې  دسکاتلند  ټيم ته ماتې ورکړه موږ په کابل کې په خپل سفارت کې يو ورځ رخصتي اعلام کړ، داستراليا خلکو  له خپل ټيم وروسته دافغانستان ټيم دخپلې خوښئ  ټيم په توګه منلى دى
دهيواد دکرکټ بورد غړو داستراليا  ددغې نغدي مرستې  او ښه نيت له امله قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته