سیاست

جمهور رئیس غني : د ښځو سیاسي مشارکت د افغان ښځې دحقونو د ټاکلو لپاره لومړی ګام دی

کابل باختر دوري دمياشتې ٢ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  د لومړۍ مېرمن دفتر له لوري د نوي کال د نمانځنې په مناسبت جوړ شوي پروګرام کې ګډون وکړ.
دجمهور رئيس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې پروګرام کې پر لومړۍ مېرمن سربېره د هېواد ګڼو فعالو او فرهنګپالیو ښځو حضور درلود.
جمهور رئیس د نوروز د مبارکۍ په ترڅ کې وویل ، هیله ده چې ۱۳۹۵ کال د ثبات او د ټولو اقشارو د برابرې ونډې په لور د بدلون او تحرک کال وي.
جمهور رئیس په ملي وحدت حکومت کې د ښځو سیاسي ونډې ته په اشارې سره  وویل،  تراوسه څلور وزیرانې، شپږ معینانې او څلور سفیرانې مقررې شوې  دي    او دا شمېر به نور هم زیات شي.
جمهور رئیس وویل ، د هېواد دوه فعالې ښځې د سولې عالي شورا کې ټاکل  شوې دي او هیله یې څرګنده کړه، چې هغوی به د سولې په پروسه کې دافغان ښځې رسا غږ وي او د سولې د پروسې پرمهال به د اساسي قانون ارزښتونه  تطبیق کړي.
جمهور رئیس په ولسي جرګه  کې له ښځینه وکیلانو څخه ګیله  وکـړه ويې ویل ،       ما کوښښ وکړ چې یوه ښځه د افغانستان د سترې محکمې عالي شورا ته لاره پیدا کړي، خو د رايې ورکولو په ورځ د یو شمېر ښځینه وکیلانو د غیابت له امله هغه بریالۍ نه شوه.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، د ښځو سیاسي مشارکت د افغان ښځې د حقونو د ټاکلو لپاره لومړی ګام دی.
جمهور رئیس د ښځو د حقونو په برخه کې مثبتو بدلونونو ته په اشارې سره وویل ، په ستره محکمه کې ځانګړی دیوان د ښځو او ماشومانو د ستونزو د حل په  موخه رامنځته شوی دی اوپه بېلابېلو مناسبتونو کې د فرمانونوپه ورکولو سره به دښځینه زندانیانو بښنه او د حبس کموالی په پام کې ونیول شي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه ، د ښځو د حبس او مجازاتو د کموالي په هکله د فرمانونو موخه یوازې د اداري فساد مخنیوی او د شفافیت تامین نه دی ، بلکې د افغانستان د بېوزله او بې واسطې ښځو د حقونو د تامین په برخه کې به یو اساسي ګام هم وي.
جمهور رئیس د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې د ښځو د فعالې ونډې په هکله وویل، سږکال ۱۳ ښځو وکولای شول په توره او عالي درجو د بریدملي دویمه رتبه ترلاسه کړي.
محمد اشرف غني د هېواد په تحصیلي نظام کې د ښځې او نارینه ترمنځ زیات واټن ته په اشارې سره  وویل، د هېواد په هر پوهنتون کې به د ښځو لپاره یوه لیلیه جوړه کړو او په کومو ولایتونو کې چې ښځې ستونزې لري، نو هلته به هم لیلیه ښوونځي جوړ شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د افغان ښځې بریالیتوب یوازې حقوقي نه ، بلکې اقتصادي هم دی او موږ ټول باید په ګډه د افغان ښځو تولیداتو اولاسي صنایعو ته بازار موندنه وکړو او افغان ښځه باید د فعال اقتصادي عنصر په توګه وځلېږي.
د هېواد جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ستونزو باوجو د نوی کال باید جهت ورکوونکی وي اوپه اساسي توګه باید د بنسټ اېښودنې پایلې ته ورسېږو. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته