کابل/ باختر/ د سلواغې١٣مه/ باختر
دبغلان پوليسو پرون دوه کسان دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
دبغلان دپوليسو وياند احمد جاويد بشارت باختراژانس ته وويل چې دغه کسان دپلخمري ښار دشمرق دکمربند په ساحه کې هغه وخت ونيول شول چې ٩ کيلوګرامه چرس او يوه اندازه مهمات يې په يوه کرولا موټر کې پلخمري ښار ته لېږدول.
خبرځاى زياته کړه :نيول شوي کسان له نشه يي توکو ، مهماتو او موټرسره دبغلان امنيې قوماندانۍ ته وسپارل شول.
پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ