امنیت

کابل ښار د يوې چاودنې شاهد وو

کابل باختردکب دمياشتې١٨ نيټه :
څوشيبې مخکې د کابل ښار په  شپږمه ناحيه کې  چاودنه  وشوه.
عيني شاهدان وايي  چې دغه  چاودنه د شهيدعبدالعلي مزاري مصلي  ته څېرمه  رامنځته شوې  او  د چاودنې  څرنګوالى معلوم  نه  دى .
د عبدالعلي مزاري د شهادت د تلين ورځ نمانځل کيده  چې د د غې چاودنې له  امله دغه  مراسم د لنډ وخت  لپاره  وځنډيدل.
د اجرائيه رياست  دويم مرستيال  حاجي محمد محقق  دغه چاودنه تائيد کړه  او  ويې ويل  چې   دغه چاودنه  په   لرې  واټن کې رامنځته شوې  ده.
امنيتي خبرځايونو هم  دعبدالعلي مزاري مصلي ته څېرمه دغه  چاودنه تائيد کړې ده.
ځينو خبرځايونو دغه  چاودنه د يوه ځاى پرځاى شوي مقناطيسي ماين زيږنده بولي .  
دپيښې جزئيات وروسته  خپريږي. پاى  ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته