خبرونهTOPښوونه او روزنه

د يو سلو لسو ماشومانو په ګډون ٤٣٠٠ تنه د اسلامي امارت له ليکو وايستل شول

کابل/ د کب مياشتې ١ / باختر

د ملي دفاع وزارت يو مسوول ويلي دي چې د تصفيې بهير له پيله تراوسه پورې د ١١٠ ماشومانو په  ګډون ٤٣٠٠ تنه د اسلامي امارت ځواکونو له ليکوايستل شوي دي.

دغه کسان د اسلامي امارت د ځواکونو په ليکو کې د جذب په شرايطو برابر نه وو.

د صفوفو د تصفيې د کمېسيون رييس لطيف الله حکيمي  د اسلامي امارت په ځواکونو کې د هغو کسانو پر استخدامولو ټينګار وکړ چې د جذب پر شرایطو برابر وي.

لطيف الله حکيمي د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د اصلاحاتو پر دوام ټينګار کوي او زياتوي هغه کسان چې پر شرایطو برابر نه وي له لیکو به ویستل شي.

تراوسه پورې ٤٣٠٠ تنه  د امنيتي ځواکونو له ليکو ايستل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د تحقيقاتو او د شکايتونو د اورېدو مرستيال وايي چې  د اردو په ليکو کې  له ١٨ کلنۍ څخه د ښکته کسانو جذب او شتون د منلو وړ نه دى.

د ملي دفاع وزارت د تحقيقاتو او د شکايتونو د اورېدو مرستيال مولوي صبغت الله لطيفي وايي( د ليکو د تصفيې د رهبرۍ د لايحې له مخې له ١٨ کلنۍ څخه  ښکته کسان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ځاى نلري.)

بايد وويل شي چې يونیسف تېره اوونۍ د اسلامي امارت په پوځي بنسټونو کې  له ١٨ کلنۍ څخه د ښکته کسانو د استخدام له امله انديښنه څرګنده کړې وه.

اسلامي امارت ټينګار کوي چې په پوځي بنسټونو کې له ١٨ کلنۍ څخه ښکته کسانو ته ځاى نشته او تراوسه پورې ١١٠  تنه دغه شان کسان د اسلامي امارت ځواکونو له ليکو  ايستل شوي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته