اقتصاد

کابل ته د هندوستان له لورې د مرسته شويو غنمو د کار پیل

کابل / د غبرګولي ٣٠ مه / باختر
په مرکزي سيلو ـ کابل  کې د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې د يادې پروسې لړۍ عملا پيل شوه.
د هند له لورې د مرسته شويو غنمو د ستراتيژيکو ذخیرو کار په هرات او قندهار ولايتونو کې بشپړ شوی او د انتقال او ذخيره کولو لړۍ يې د کابل مرکزي سيلو ته پيل شوې.
د ملي پراختيا شرکت د اجرائيوي کمېټې غړي او د حقوقي او ارتباطاتو د بورد ريیس «جارالله منصوري» د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته وويل:
د مرسته شويو غنمو د انتقال هره جوپه چې د  ۵۰۰۰ – ۱۰۰۰۰ ټنه غنمو  پورې کېږي، چارې يې  د ملي پراختيا شرکت له لورې ترسره کېږي او تر دې دمه ۳۱۰۰۰ ټنه غنم په څلورو جوپو کې د هندوستان د کاندولا بندر له لارې انتقال شوي او ۱۲۳۴۱ ټنه غنم د هرات په سيلو او ۳۸۵۵ ټنه غنم يندهار ته انتقال او هلته ذخيره شوي.
نوموړي زياته کړه: ټاکل شوې چې د دې غنمو ۳۷ زره او پنځه سوه ټنه په مرکزي سيلو کې تخيله او ذخيره شي.
د ملي پراختيا شرکت د هېواد راتلونکي وضعيت ته په کتو سره د دې مرستو انتقال د خپلو کارونو په لمړيتوبونو کې نيولی.
د يادونې وړ ده چې راتلونکې پنځمه جوپه ۱۰۰۰۰ ټنه غنم ، د روان کال د جون په ۲۲ مه هېواد ته وارد شي.
د مرسته شويو غنمو د انتقال د پروسې قيمت نږدې ۱۴ ميليونه ډالره کېږي، چې چارې يې د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې له لورې تنظيمېږي.پاى- ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته