امنیت

له غيرمسوولو کسانو څخه د پوځي جامو او وسلو راټولول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٠مه
د پوليسو ځانګړو قطعاتو نن په کابل کې د هغو پوځي جامو او وسلو راټولول پیل کړل چې په غير قانوني ډول ورڅخه استفاده کېږي.
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست باختر آژانس ته وويل: د کورنيو چارو وزارت د هغې ابلاغیې د تطبيق په موخه چې څه موده مخکې یې د غیر مسئوولو کسانو له خوا د پوځي جامو او وسلو د نه کارولو کولو په هکله خپره کړې وه؛ د پوليسو ځانګړو قطعاتو نن د هغو د راټولولو عمليات په کابل کې پيل کړل.
عمليات د اتمې ناحيې په مربوطاتو کې پيل شوي او ځانګړو پوليسو څو پوځي جامې او غيرقانوني وسلې له غيرمسئولو کسانو څخه راټولې کړې دي.
د رحيمي د څرګندونو له مخې: په ښارکې د ښه نظم او امنيت د تامينولو په موخه له جواز پرته دوسلو او پوځي جامو راټولول به دوام وکړي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته