ټولنه

پنځه تنه په مجازاتو محکوم شول .

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 دهغو پنځو تنو قضايي علني محاکمه چې دوژنې  تور پرې لګول شوى دى نن په بغلان ولايت کې ترسره شوه .

 دبغلان ولايت داستيناف محکمې دجزا دديوان رييس قضاوتمند محمد ظاهر عثماني  باختراژانس ته وويل، داستيناف  محکمې په علني غونډه کې موظف قضايي هيئت  چې يو تن په وژنې تورن دى په شل کاله بند او درې تنه همکاران يې هر يو په شپاړس  کاله بند اوپنځم سړى په څلور کاله تنفيذي بند محکوم کړل

  يوه اړونده خبرځاى وويل، دمحکمې  حکم وروستۍ نه دى او دتورنو کسانو دمرافعه غوښتنې حق محفوظ   دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته