کابلباختر دجوزا٢٠
شپږ تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
د٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړى لوا دمطبوعاتو مسوول جګړن محمد رضارضاپه جوزجان کې دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو تيره شپه دقوش تيپې _شبرغان په لاره کې دملي پوليسو په اکمالاتي کاروان بريد وکړ چې له ا مله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اود ملاجانان په نا مه دهغوى يوسرګروپ ټپي شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل، ددغې نښتې په بهير کې دوه تنه ملي پوليسان هم ټپيان شوي دي او وسله وال طالبان د نښتې ځاى ته دملي اردو اوپوليسو دکومکي ځواکونو له رسيدو سره سم وتښتيدل
1 د یوې دقیقې څخه لږ