اقتصاد

له بزګرانوسره مرسته وشوه

دکرنې او اوبولګولو وزارت له لاري دسمنګانو ولايت په څلورو ولسواليو کې په پنځه زره څلور سوه کورنيو دکرنې اصلاح شوي تخمونه ، خوراکي توکي او  حيواني واښه وويشل شول.

دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس انجينر عبدالرزاق رحيمي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل يوزرو اته سوه پنځه شپيته ټنه خوراکي توکي ، دکرنې اصلاح شوي تخمونه او حيواني واښه دکرني او اوبولګولو وزارت له لاري په دغو ولسواليو کې دوچکالي داغيزو دله منځه وړلو لپاره ويشل شوي دي .

يوه اړونده خبرځاى وويل  دغه توکي دکوز دره صوف په ولسوالۍ کې په يوزرو اته سوه کورنيو په بر دره صوف کې په يو زرو اته سوه کورنيو  دحضرت سلطان په ولسوالۍ کې په يو زرو څلور سوه کورنيو او په فيروز نخچيرولسوالۍ کې په پنځه سوه کورنيو وويشل شول.

ده زياته کړه  چې دغه توکي دوګړو دشمير اودبزګرانو دځمکه والۍدساحي له مخې  ټاکل شوې دي  چې يو زرو اته سوه ټنه غنم ، درې سوه اتيا ټنه  حيواني واښه  ،دوه سوه اويا ټنه دکرنې اصلاح شوي تخمونه اويوسلو پنځه ديرش ټنه وريجي پکي دي .

ده زياته کړه دغه توکي دوزيرانو شورا له پريکړي سره سم  او دکرنې او

اوبولگولووزارت له طرزالعمل سره سم په هغو للمه کارو بزګرانوچې دکرنې محصولات يي دوچکالي تراغيزې لاندې  راغلي دي په وړياډول ويشل کيږي

په همدي حال کې دحضرت سلطان ولسوال محمدالله سديدپه بزګرانو ددغو توکو دويشل له امله خوښي څرگنده کړه او ويي ويل دغه توکي دهغه کوپون له مخې  چې دسروي دهيئت له خوا ټاکل شوې دي په هري کورنۍ دوه سوه کيلوګرامه غنم ، پنځه ويشت کيلوګرامه وريجي ، پنځوس کيلوګرامه دکرنې اصلاح شوي تخم  او دوه سوه کيلوګرامه حيواني واښه وويشل شول.

خو دکرنې دچارواکو دڅرگندونوله مخې حيواني واښه  دبراو کوز دره صوف په ولسواليو کې نه دي ويشل شوي .

له بلي خوا دحضرت سلطان ولسوالۍ دخواجه بغلانک دکلي يو تن بزګر اقبال شاه چې له دغو مرستو څخه يي ګټه اخيستي  ده وويل  چې په خپله ديرش جريبه للمي ځمکه کې مي اته پنځوس منه غنم کرلي و چې دوچکالي له امله  مي کرونده وچه شوه اوهيڅ راز  حاصل مي ترلاسه نه کړ.

ده  ددغو توکو دترلاسه کولو له امله خوښي څرگنده کړه او ويي ويل هغه توکي چې مي ترلاسه کړي دي  دژمي په فصل کې به  زما دفاميل درې مياشتنې خوراکه برابره شي ،.

 داپه داسي حال کې ده چې پخوا دايبکو  اودسمنګانو په  دوو ولسواليو کې  ددغي اداري له لاري  په زرگونو تنو بزګرانو په سلگونو ټنه غنم او حيواني واښه ويشل شوي وو.

دکرنې او اوبولګولو وزارت مقاماتو پتيلي وه چې دسمنګانو ولايت په کچه په زرکورنيو څلور زره ټنه خوراکي توکي او حيواني واښه وويشي چې دغه بهير پاى ته ورسيد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته