امنیت

دطالبانو دډلې درې تنه قوماندانان دننګرهار او قند هار په ولايتونو کې ونيول شول:

کابل باختر د ثور لومړي
دوسله والو طالبانو يو قوماندان له دوو تنو ساتونکو سره يې په ننګرهار ولايت کې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ، د وسله والو طالبانو يو قوما ندان صيف الله چې پرامنيتي ځواکونو يې د وسله والو بريدونو په تنظيمولو کې فعاله ونډه لرله تيره شپه له دوو تنو سا توونکو او له يوې اندازې مهماتو او وسلو سره دننګرهار ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د منسو بينوپه چاڼيزو عملياتو کې ونيول شو .
دادم خان په نامه وسله والو طالبانو يو بل قوماندان چې مخالفينو ته يې د ترورستي بريدونو پلانونه برابرول اود وسلو په ليږدونه کې يې فعال رول درلود د ملي اردو دځوا کونو له خوا په قند هار ښار کې ونيول شو
ديو بل خبر له مخې : د وسله والو طالبانو يو قوماندان چې دقندهار ولايت په مربوطاتو کې په ترورستي فعاليتونو بوخت وو له دريو تنو افرادو سره يې ونيول شو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته