کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې ١٤مه:
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر جان کري سره د لندن په ښارکې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو مناسباتو د پراختیا، د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د ګاونډیو هېوادونو د رول او د یو شمېر نورو سیمه ایزو مسئلو په باب خبرې وکړې.
جان کري د افغانستان له نوي حکومت څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلان او د دغه حکومت د مشرتابه له اصلاحي پروګرامونو څخه یې قدرداني وکړه.#
1 د یوې دقیقې څخه لږ