امنیت

اته ويشت ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢
د ملي دفاع وزارت د امنيتي ځواکونو په پوځي عملياتوکې د ٢٨ تنو ډار اچوونکو د وژل کيدو خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي:
امنيتي ګډوځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سيموکې عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٢٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول،٢١ تنه يې ټپيان او ١٣ تنه نور د تروريستي بريدونو په تور ونيول شول.
دغه عمليات د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپيسا، خوست، غزني، روزګان، کندز، کندهار، بدخشان، بغلان ، جوزجان او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته