اقتصاد

دبغلان ولايت دمستوفيت عوايد زيات شوي دي .

کابل باختر د تلې  نهه ويشتمه :
دبغلان ولايت دمستوفيت د روان مالي کال دنهو مياشتو په عوايدو کې دتيرکال  په همدې  مودې په پرتله  په سلوکې  ١٩ زياتوالي راغلى دى .
دبغلان ولايت مستوفي عبدالوکيل  عظيمي ددغه  ټکي په بيانولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل چې دروان مالي کال په تيرو نهو مياشتو کې ټول راټول شوي عوايد څه ناڅه ٢٦٩ مليونه افغانۍ وې چې دتيرمال کال دنهو مياشتو په پرتله  څه ناڅه ٤٤ مليونه افغانۍ زياتوالي ښيي .
  عظيمي وويل چې دبغلان ولايت دمستوفيت  په عوايدو کې  په سلوکې ١٩زياتوالي دتيرو کلونو دباقياتو د راټولولو او دبار وړونکو موټرونو دبندرونو له دوامدارې رسيمي  اجارې او مالياتي عوايدو زيږنده  دى .
ده زياته کړه دبغلان ولايت مستوفيت  په پام کې لري دخپلو عوايدو اندازه دروان مالي کال ترپاى پورې  لوړه کړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته