امنیت

په بغلان ولايت کې طالبانو په خپلو بريدونوکې لاس ته راوړنه نه لرلې .

کابل باختر د مرغومي پنځمه :
  دبغلان ولايت په بيلابيلو ساحو کې  په روان کال کې دوسله والو طالبانو اووه ويشت بريدونه ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دمنسوبانو په ميړانې  او زړورتيا سره په شاتمبول شوي دي .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع نن په يوه خبري کنفرانس کې رسنيو ته وويل چې وسله والو طالبانو په روان کال کې ددغه ولايت په امنيتي پوستو اووه ويشت ډله ئيز بريدونه کړي دي چې دسر ددرندو زيانونو په زغملو سره په شاتګ  ته اړ شوي دي .
ده وويل چې په روان کال کې په پخوانيو امنيتي پوستو سربيره په بيلابيلو ساحو کې دهېوادوالو دلاښه امنيت دتامينولو په موخه نولس نوې پوستې  جوړې شوې دي .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان ددندې غوري ، ډنډې شهاب الدين او دهنه غوري ولسوالۍ ساحې دناامنو ساحو په توګه وبللې او ويې ويل چې په نږدې  راتلونکي کې  به ددولتي ضد عناصرو له شتون څخه ددغو سيمو دپاکولو په مقصد  چاڼيز عمليات پيل شي .
  امنيه قوماندان زياته کړه:  له نيکه مرغه په روان کال کې په بغلان کې په بشپړه توګه دولسواليو او دامنيتي پوستو په ساتنې سره دقيصار خيلو او کوکچنار ساحې يوه موده دتروريستي مرکز په توګه وې په بشپړه توګه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې او په دغو ساحو کې ټينګې پوستې جوړې شوې دي او دسيمې اوسيدونکو ته دژوندانه مساعد شرايط برابر شوي دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته