سیاست

د اغا خان بنسټ مسؤلینو اجرائیه رئیس ته وویل، چي په کابل کي خپل روغتیايي خدمات زیاتوي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢١ :
په افغانستان کي د شهزاده کریم اغا خان د بنسټ مشري او همداراز د اغا خان پوهنتون رئیس فیروز رسول نن په کابل کي له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکتل.
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ
هغوی په دې لیدنه کي‌ وویل، چي په ټولو برخو کي له افغانستان سره ګډ کار او همکاریو ته ژمن دي او پلان لري، چي د همکاریو د نوي لړۍ په پیل کي روغتیايي خدمات زیات کړي.
ښاغلي فیروز په ننۍ لیدنه کي اجرائیه رئیس ته په افغانستان کي‌ د یاد نهاد د اوسنیو روغتیايي فعالیتونو په اړه هم معلومات ورکړل.
نوموړي یادونه وکړه،‌ چي روغتیايي خدمات به یې په مختلفو برخو کي زیات سي او ترڅنګ به یې د مسلکي اشخاصو د روزني لپاره هم عملي ګامونه پورته کړي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په کابل کي د شهزاده کریم اغا خان بنیاد له مشري او د اغا خان پوهنتون له مشر سره په لیدنه کي وویل،‌ چي د روغتیايي خدماتو بهتري او توسعه د حکومت له کاري لومړیتوبونو څخه هم دي.
هغه یادونه وکړه،‌ چي په روغتیايي برخه کي نوي فعالیتونه او د اوسنیو هغو تقویت باید د هیواد د عامي روغتیا وزارت سره په همږغي تر سره سي.
نوموړي په صحي برخو کي د مسلکي کسانو روزنه مهمه وبلل او په دې برخه کي یې هم د نورو فعالیتونو پر احجرا باندي ټنګار وکړی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته