خبرونهښوونه او روزنه

په لوګر کې شاوخوا ٦٠٠ نجونو ته د دیني زده کړو زمینه برابره شوې ده

کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر

د لوګر ولایت مرکز ته اړوند غیرت آباد سیمه کې د ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ د دارالقران مدرسه کې شاوخوا ٦٠٠ نجونو ته د دیني زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وایي، چې دغه دیني مدرسه د یو تعلیم پاله شخصیت حاجي محمد اکبر اتل په شخصي لګښت جوړه  شوې، چې د ۶۰۰  ښځینه طالب العلمانو د جذب وړتیا لري.

د نوموړي په وینا یاد مدرسه کې نجونو ته په وړیا ډول کال دولس میاشتې د ديني زده کړو سربېره، د عصري زده کړو زمینه هم برابره شوې ده، چې د لوست چارې یې د شپږو ښځینه استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړي علم پاله شخص لخوا د نږدې پنځه سوه زره افغانیو په ارزښت۴۳۰ تنه نوي جذب شویو ښځینه طالب العلمانو ته د قران کریم نسخې، دیني درسي کتابونه، د کتابونو بیکونه، قرطاسیې ترڅنګ ژمنۍ البسه هم ووېشل شوې.

باید وویل شي، محمد اکبر اتل د تېرو ۸ کلونو راپدېخوا د لوګر د پوهنې له بهیر سره خپلې شخصي مرستې پیل کړي او په دې برخه کې د پام وړ او نه هېریدونکي خدمتونه یې کړي دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته