ټولنه

د وړممۍ ولسوالي له بې وزلو سره نغدي مرسته وشوه

ښرنه باختر د لړم د میاشتې ۸ مه
د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالي له بې وزلو سره د دغه ولایت د پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست له خوا د اووه سوه زرو افغانيو نغدي مرسته وشوه.
د پکتيکا والي محمد الیاس وحدت د باختر اژانس سيمه ييز خبریال ته وویل  چې که څه هم يادې مرستې د بې وزلو خلکو ټولې اړتياوې نه شي پوره کولای،خو دوی هڅه کوي څو اړمنو کورنيو ته په خپل وخت سره بېلا بېلې مرستې ورسوي.
په همدې حال کې بيا مرسته شويو کسانو د مرستو په ترلاسه کولو خوښي وښوده او له ولايتي ادارې څخه يې هيله وکړه چې د امنيت تر څنګ دې په وړممۍ ولسوالۍ کې د پوهنې، بیارغونې او روغتیا  برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته