امنیت

دنيمروز ولايت پوليسو درې تنه دوژنې په تور ونيول

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٥ :
دنيمروز ولايت پوليسو درې تنه په  دغه ولايت کې ديو تنکي ځوان دوژنې  په تور ونيول .
په دغو کسانو تور لګول شوى دى  چې  لس ورځې  مخکې يې يو شپاړلس کلن تنکى  ځوان دنيمروز  ولايت په مرکز  زرنج ښارکې وژلى دى .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزي مدير  حاجي عبدالله شيرزي  نن سهار  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې امنيتي ځواکونو دغه درې تنه دزرنج ښار په مربوطاتو کې نيولي دي.
ده زياته کړه  چې دغه کسان  دزرنج ښار اوسيدونکي دي او لس ورځې  مخکې يې يو ځوان په زرنج ښار کې وژلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته