امنیت

“په ځآنګړي ځای کې د دیپلوماتیکو ادارو د ځای پرځای کولو په هڅه کې یو”

جلال آباد ښار دکب دمیاشتی څوارلسمه باختر
چارواکي وایي د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ولسي وګړو د ستونزې د حل په موخه په یوه ځآنګړي خوندي ځای کې د دیپلوماتیکو ادارو د ځآی پر ځای کولو په هڅه کې یو.
د ننګرهاروالي سلیم خان کندوزي دده په مشرۍ د ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وویل د مرکزي ادارې له لورې یې په پرله پسې ډول هڅې پیل کړي،چې له اړوندو سفارتونو سره په مرکز کې خبري اتري وکړي، ترڅو په جلال اباد ښار کې قونسلګریو ته یو خوندي ځای په واک کې ورکړي.
ده زیاته کړه، په دغه ښار کې دوه ځآنګړی ځای لري ځو د قونسلګریو د انتقال چاره باید د بهرنیو چارو وزارت له لورې په مرکز کې له اړوندو سفارتونو سره تعقیب شي،ترڅو دیپلوماتیکو اړیکو ته زیان ونه رسیږي او همدا راز په دغه ښار کې د خلکو غوښتنو ته هم مثبت ځواب وویل شي.
د ننګرهار والي یو ځل بیا د سکتوري ادارو مسؤلینو ته امر وکړ،چې ډير ژر د نیمګړو پروژو کارونه ګړندي کړي او همدا راز یې د فوايدعامې رئیس ته د بهسودو پله د چارو د ژر بشپړولو لارښوونه وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې په دغه برخه کې به ورسره په هر ډول ستونزه کې همکاري وکړي.
ده په همدې حال کې جلال اباد ښاروال ته سپارښتنه وکړه، چې د بهسودو پله له جوړېدو سره سم بايد د پله دواړو خواو ته د نوي سړک د جوړولو چارې پیل کړي.
همدا رازد ننګرهار والي ددغه ولايت د ترافيکو مدير ته جدي لارښوونه وکړه، چې د بې پلېټه، تورو شېشو او غېر قانوني پلېټ لرونکي موټر دې ونيسي او په موټر سایکل دې هم د دوو کسانو د ګرځیدو مخه ونيسي او همدا راز یې په جلال اباد ښار کې د ترافيکی بهیر د ښه تنظيم په موخه په واټونو کې د ترافیکي اشارو د فعالیدو لارښوونه هم وکړه.
د دغې غونډې په ترڅ کې همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د وړاندیز په ترڅ کې د کتابتون د جوړېدو په موخه د جلال اباد ښار د عیدګاه جومات ساحه په ګوته شوه،چې د مشخص ځای د ټاکلو په موخه ورته یو ځانګړی کمیسون وټاکل شو،چې راتلوونکې اوونۍ کې به له مسؤلینو سره خپل معلومات شریک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته