ټولنه

په کندز کې د کابل او لوګر وروستي بريدونه وغندل شول

کابل / د غويي ۲۱مه / باختر
په کندز کې “د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې” نن په یوه خبري غونډه کې د کابل د دشت برچي د سيدالشهدا پر ښوونځي او د لوګر په مرکز کې بريدونه وغندل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې خبري غونډه کې په کندز کې د مدني بنسټونو مسوول محمد صابر يوسفي د وروستيو بريدونو په اړوند چې د کابل د دشت برچي د سيدالشهدا پر ښوونځي او د لوګر په مرکز کې وشول؛ خبرې وکړې او له ښکيلو لورو څخه يې وغوښتل چې له تاوتريخوالي څخه دې لاس واخلي او دايمي اوربند وکړي.
د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالشکور قدردان پر روزنيزو او فرهنګي مرکزونو بريدونه، پر پوهې او فرهنګ بريد وباله او له ځنډ پرته یې د تاوتريخوالي پر بندولو ټينګار وکړ.
قدردان د درې ورځني اوربند هرکلی وکړ او زياته يې کړه چې هيله ده دغه درې ورځنى اوربند په هېواد کې په دايمي اوربند بدل شي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته