کابل / د سلواغې ۲۳ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د ساختماني شرکتونو له پلاوي سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې ډاکټر طاهر، انجینر سیف الرحمن کمال او انجنیر عزیزالحق نوري د نورو په استازیتوب بېلابېل مسایل، ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر د دوی د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدګۍ په برخه کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په هېواد کې د انکشافي کارونو لپاره لا نوره زمینه هم برابرېږي.
ن/ر