سیاست

جمهوررئیس غني په یوه ناسته کې د کابل د لویدیځ عمراني پروژې وارزولې

کابل/ باختر/د تلې د مياشتې ١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن سهار د کابل ښاروالۍ معین او د پایتخت زون د پراختیایي ادارې له رئیس سره په ناسته کې د کابل د لویدیځ عمراني پروژو په اړه خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې د کابل ښاروالۍ معین شعیب رحیم وویل، د کابل پر لویدیځ تمرکز زیات شوی او د عرفاني سړک د استملاک په برخه کې کار روان دی او همدا راز د ځایونو د استملاک لپاره د مناسب بدیل په اړه د ځمکو ادارې او د خلکو ترمنځ همغږي شته.
هغه د سړک د ظرفیت او ډیزاین، ښاري ډیزاین، د سړک جوړولو لپاره د مهالوېش، د استملاک ظرفیت، بدیلې ساحې او د ادارو ترمنځ د همغږي په اړه معلومات ورکړل.
د کابل ښاروالۍ معین او د پایتخت زون د پراختیایي ادارې رئیس سمیع ستانکزي جمهوررئیس ته د کابل د لویدیځ د اوسني او راتلونکي وضعیت په اړه چې سړک، کانال او پارک پکې شامل دي، معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني د هغوی د معلوماتو له اورېدو وروسته د کابل ښاروالۍ او د پایتخت زون د پراختیایي ادارې د پروګرامونو مننه وکړه او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د دشت برچي ساحې د وړاندیز شويو سړکونو او د هغو کورونو چې استملاک کېږي واضح نقشه چمتو کړي. هغه همدا راز وویل چې د موازي او فرعي سړکونو لپاره دې بدیلې لارې وارزول شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، سپینې او دولتي سیمې دې په نقشه کې ځای پر ځای شي چې له خلکو سره په سلا تصمیم ونیول شي.
د هېواد جمهور رئیس کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د عرفاني سړک د کار مشخصه نېټه، د پروژې او قراردادي سړکونو مدیریت ډير ژر مشخص شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس وویل، د پروژو په تطبیق کې چټکوالی غواړم او خلک باید د ورکړل شویو ژمنو عملي پایلې وګوري.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته