امنیت

د طالبانو يو قوماندان په بادغيس ولايت کې ووژل شو

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٦
د وسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان نن له دريو تنو افرادو سره يې په بادغيس ولايت کې د ملي اردو له ځواکونو سره د نښتې په بهير کې ووژل شو.
په دغه قوماندان چې نوم يې نه دى اخستل شوى؛ هغه وخت د پوځيانو له خوا ډزې وشوې چې غوښتل يې د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد نامعلوم ځاى ته لاړ شي.
په بادغيس ولايت کې د اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې ووژل شو. ويل کيږي د دغې جګړې په بهير کې پوځيانو د وسله والوطالبانو يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته