کندز باختردلړم دمياشتې١٩نيټه :
د وسله والو طالبانو يو قوماندان له څلورو تنو افرادو سره يې تېره شپه په کندز ولايت کې ووژل شو.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني باختر آژانس ته وويل: د وسله والو طالبانو قوماندان ملاعبدالله له څلورو تنو افرادوسره يې د دغه ولايت د ارچي ولسوالۍ په زرغون کلې کې د پوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شو .
رحماني زياته کړه: په دې پيښه کې د دښمن يو زغره وال موټرهم ويجاړشوى دى.
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ