کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٦مه
د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هغو ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتوکې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ترسره شول، د ۵۰ تنو داعشیانو او د طالبانو او یو تن ولسوال په ګډون ۱۱۸تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۵۰ تنه نوريې ټپیان شوي دي .
د ملي دفاع وزارت د وياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړد ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، غزني، لوگر، خوست، قندهار ، زابل، روزګان، بادغیس، فاریاب، بغلان، سرپل او د هلمند د ولایتونو په مربوطاتوکې ترسره شول.
دغه رازپه دغوعملیاتوکې ددښمن دوه موټر او دوه موټرسایکلونه ويجاړ شوي دي.
په تیرو ۲۴ ساعتونوکې ۲۱ چاڼیز، ۲۳خاص کمانډویي او۲ شپني عملیات د هېواد په ۱۵ ولایتونوکې په لاره اچول شوي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۲۵پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۱۲هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.#
0 1 دقیقه لوستل