ټولنه

دنوي مالي کال په بهير کې دهرات ښاروالۍ دڅه دپاسه سلو پروژو دتطبيق لپاره هلې ځلې .

کابل باختر دسلواغې  اتمه :
دهرات ښاروالۍ په اداره کې مسوولانو دنوي مالي کال په بهير کې  د څه دپاسه سلو پرمختيايي پروژو  دپلي کولو له امله هيله څرګنده کړه .
خودغه مسوولان وايي که چيرې مرکزي اداره ددغو پروژو دبودجې په منظورى  کې له دوى سره همکاري وکړي  دوى به دغه پروژې په ښه توګه تطبيق او پلې کړي .
ددغو پروژو دپلې کولو لګښت څه دپاسه  سل مليونه افغانى اټکل شوى دى .
دهرات ښاروالۍ دتخنيکي خدمتونو دامريت سرپرست انجنير عبدالحنان عظيمي  دنوي مالي کال په بهير کې  ددغو پرژو دپلې کولو له امله خوشبيني  څرګنده کړه چې په خپل وخت دبودجې په منظورى   کې دمرکزي ادارې په همکارى  سره به ددوى پرمختيايي پروګرامونه هم عملي شي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته