خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د رسنيو د سمون او پياوړتيا په موخه غونډه وشوه

کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن د دغه وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ د رسنيو د سمون او پياوړتيا په نوم د يوې غونډې کوربه وو.
په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مشرتابه په ګډون يو شمېر نورو مسوولينو هم برخه درلوده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په ياده غونډه کې د رسنیو پر سمون او پیاوړتیا خبرې وکړې او په اړه يې اړوندو مسوولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
په غونډه کې همدارنګه د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون پر منظم کېدو هم ټینګار وشو.
هېره دې نه وي، چې د غونډې په پای کې په دې اړه د لا ښه انسجام په موخه لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته