روغتیا

په هېواد کې د کرونا ويروس ٢٢نوې پېښې ثبت شوې

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر
د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې د کرونا ويروس د دويمې څپې د احتمال له خبرداري وروسته، نن په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کروناويروس د ٢٢ نويو پېښو د ثبت او د يو تن د مړينې خبر ورکړ.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د کروناويروس د ٢٢ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩ زره٩٦ ته ورسېد.
دغه راز په همدې موده کې په کروناويروس د يوه اخته کس په مړينې سره، د دغې ناروغۍ د قربانيانو شمېر يو زرو ٤٤٥ او د روغ شويو کسانو شمېر ٣٢ زره ٥٧٦ ته رسېدلى دى.
د جېلونو چارو د تنظيم له ادارې څخه باختر آژانس په رسېدلو خپرونو کې ويل شوي دي چې د کابل د څرخي پله د جېل پنځه بنديان هم په کروناويروس اخته شوي دي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته