ټولنه

په سرپل کې يو محافظتي ديوال جوړ شو

کابل باختردمرغومي دمياشتې١٩نيټه :
په سرپل ولايت کې د کرنيزو ځمکو او د خلکو د کورونو د خوندي کولو په خاطر محافظتي ديوال جوړ شو .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو         د ادارې د معلوماتو له مخې خبر راکړ: دغه محافظتي ديوال د سرپل ولايت په مرکز پورې اړوند د غني ازبکيه په کلي کې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت دولسي  تړون د ملي پروګرام له خوا د يو ميليونو ۹۰۰ زرو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
د دغه محافظتي ديوال په جوړولو سره د خلکو د استوګنې ١٩٨ کورونه او زراعتي ځمکې د سيلاوونو له ګواښونو څخه خوندي شول.
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته